غزل
تښتم د سړي نه د انسان سره کښېنم
Hamza Shinwariتښتم د سړي نه د انسان سره کښېنم
چرته چې کښېنمه د خپل ځان سره کښېنم
نه کېږي نزدې چې د کاروان سره کښېنم
زه دخاموشۍ د بيابان سره کښېنم
راز د جمعيت او پرېشانۍ راته معلوم شو
زه چې کله گل د گلستان سره کښېنم
ورشم په بلنه د اشنا چې رقيب نه وي
کښېنمه مجبور خو د ارمان سره کښېنم
بيا هم يم يواځې که جانان سره کښېنم
څه پوهېږي خلق د خپل ځان سره کښېنم
وي نوی الهام د غريبانو په صحبت کې
ځکه دملک او نه دخان سره کښېنم
ټکی د عرفان يمه که نه وي سمندر يم
زه د افسانې چې د عنوان سره کښېنم
ستا تراوو مې ځمکه ښوره چنه نه کړه چرې
نه چې لږ د څاڅکو د باران سره کښېنم
لارې مې د ذهن چراغان د معاني دي
ځغل کې د سيالۍ د کهکشان سره کښېنم
فخر ته پخپله آيينه کړه هنرمنه
زه حمزه حيران يم د حيران سره کښېنم