غزل تل به نه وي شگفته گلزار د عمر Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تل به نه وي شگفته گلزار د عمر نه به جوړ وي همېشه بازار د عمر 02 لکه سيند د اباسيند په غورځي درومي هسې يون دی په تلوار تلوار د عمر 03 لکه برق چې مخ څرگند کاندي بيا نه وي هسې تېز دی په بې سکون رفتار د عمر 04 سرکشي لري تر هسې حده پورې چې نيوی نه شي هېڅوک مهار دعمر 05 چې سمند يې نه جلب لري نه واگې خو به پرېوځي عاقبت شهسوار د عمر 06 په ساعت د سلو کالو ياري پرې کا بې وفا دی هسې رنگې يار د عمر 07 خپل صورت به د حباب په سترگو گوري که څوک وکاندي په زړه کې شمار د عمر 08 نه وځم چرته له کوره نه سفر کړم بې سفره مې غوڅېږي لار د عمر 09 عاقبت به د اجل په مقراض غوڅ شي پيوسته به مدام نه وي تار د عمر 10 بيا يې وار په دا دنيا نشته رحمانه! په هر چا باندې چې تېر شي وار د عمر Dictionary meaning × Headword