غزل

تل دې ستا د خوب آلودو سترگو خواب وي

Rahman Baba

تل دې ستا د خوب آلودو سترگو خواب وي

چې فتنې په خوب ويدې شي ډېر صواب وي

لکه مې چې په مينا کې تجلی کا

نور د حسن په حجاب کې بې حجاب وي

ته چې ماته لولوې پټۍ د صبر

زه هم ډېر په دا راضي يم که مې تاب وي

زه په دا واسطه ترکو پسې ژاړم

چې ژړا دعاشقانو د مخ آب وي

که نادان وي هم دا هومره خو پوهېږي

څوک چې نه ژاړي په يار پسې کذاب وي

د عاشق سترگې په دا سبب شوې پاکې

چې مدام د جوی په سر لکه حباب وي

له خالي خونې به څه وړي چې څه نه وي

که ختلی د حُباب په کور سېلاب وي

هم په دا يې د نغمې اثر پيدا شو

چې په تشه گېډه صبر د رباب وي

د حريص له خپله نقده پهره نشته

لکه مار د گنج د پاسه پېچ و تاب وي

کاملان تعلقات د دنيا نه کا

لکه پاڼې د خزان پښه په رکاب وي

غفلت هېڅ عجايب نه دی په دنيا کې

ساکنان دخرابات واړه خراب وي

چې ښادي غواړي بې شماره بې حسابه

په رحمان به د غمونو څه حساب وي