غزل تاو د عشق زما جوثه کړله بد رنگه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تاو د عشق زما جوثه کړله بد رنگه و عاشق ته ده ښايسته د گل تر رنگه 02 عاشقۍ لره تکميل په هجران ښه وي پايېدار بوڼلی کټ وي تل په لنگه 03 ورمعلوم نه شو نظر د امتياز مې امان غواړي عاشقي زما له جنگه 04 د ظاهر په صفايۍ کې کدروت وي ايينې لره خلاصی نه وي له زنگه 05 که مې څومره تجارت وکړ د مينې هېڅ پرې زياته کمه نه شوه زما پنگه 06 د اشنا دسترگو می در پورې نه وي چې ځيگر لره راځي مژگان خدنگه 07 زه حمزه يم له هر څه نه ازاد شوی ملنگان چرې زېر نه وي له قلنگه Dictionary meaning × Headword