غزل تاو د عشق زما جوثه کړله بد رنگه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 تاو د عشق زما جوثه کړله بد رنگه و عاشق ته ده ښايسته د گل تر رنگه 02 عاشقۍ لره تکميل په هجران ښه وي پايېدار بوڼلی کټ وي تل په لنگه 03 ورمعلوم نه شو نظر د امتياز مې امان غواړي عاشقي زما له جنگه 04 د ظاهر په صفايۍ کې کدروت وي ايينې لره خلاصی نه وي له زنگه 05 که مې څومره تجارت وکړ د مينې هېڅ پرې زياته کمه نه شوه زما پنگه 06 د اشنا دسترگو می در پورې نه وي چې ځيگر لره راځي مژگان خدنگه 07 زه حمزه يم له هر څه نه ازاد شوی ملنگان چرې زېر نه وي له قلنگه د قاموس مانا × اصلي کلمه