غزل

تر څو به درد يې درده راشه ته خو اوس دوا شه

Hamza Shinwari

تر څو به درد يې درده راشه ته خو اوس دوا شه

تر څو به زما نه يې چې زما يې خو زما شه

جرگې د ارمانونو داغ آباد زما د زړه يې

چا وې دعرشه ښکته شه خو شه د ثريا شه

په بحر د دوجود کې ای زما د زړه حبابه

هوا د ژوندانه له سره وباسه دريا شه

که هېڅ نه وي نو لږ مې مخ روڼی د اوښکو وکړه

زه تاته په ژړا يم شمع رويه په خندا شه

خودبين شوې حمزه! دومره چې له خپله ځانه ورک شوې

لږ ځان دزړه نه وباسه د ځان سره اشنا شه