غزل تازه په ما هر گړۍ د عشق چپې راځي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تازه په ما هر گړۍ د عشق چپې راځي نوی اميد لره زما د غم غوپې راځي 02 شاهباز د جهر به وهل وي په رباب د مينې گنې نو ما له هم د غم سوې ټپې راځي 03 واعظه رشک مه کوه زه که شبخېزي کومه گوره قسمت کنه! په شپو کې کله شپې راځي 04 رباط د درد او د الم دی که زړگی دی زما چې پرې د هر طرفه تل د غم جوپې راځي 05 زما ديوان به د غزل تازه بچې کړي پيدا تر هغه پورې چې په ده وخت د چاپې راځي 06 وحشت يې زېری په اغزو کړو چې تېرې کړئ څوکې ستاسو دعوت لره حمزه پښې ابلې پښې راځي Dictionary meaning × Headword