نظم
توره، پښتو، پښتنواله
Gul Pacha Ulfatچې په توره مري شهيد دی هغه نه بې پردې کېږي
چې بې تېغه وي مړ شوي په تخته باندې لوڅېږي
پښتنواله نام و ننگ دی
ننگيالی اصيل پښتون دی
ځان وژل دننگ د پاره
د پښتون سړی ژوندون دی
سربازی زمونږ هنر دی
توريالی مو افلاطون دی
فيصله د تيغ په ژبه
د پښتو رسم و قانون دی
توره حق او حقيقت دی
شريعت پرې رڼا کېږي
تورې شپې دملتونو
بې له دې نه سبا کېږي
هم دغه شرف يې بس دی
چې په توره غزا کېږي
د ظالم او خدای ناترسه
ورنه خوف او حيا کېږي