نظم
تعريف سخن
Abdul Hamid Momandچې خبر وه په جمال د کون جلوه کړه
معطره يې د دوه کونو ډيوه کړه
و عالم ته يې په غوږ دا هسې دُر که
د عدم تياره خلوت يې په نور پُر که
څو يې مله نه وه رڼا د سخن دله
روح دتن توره تياره کله موندله
چې رابط يې د سخن دم و قدم شه
نوراني له ظلماني سره همدم شه
بې خبرو آوازه دعالم نه وه
آوازه و انگازه دعالم نه وه
که هرڅو بورقه په سر د عبارت کا
بيا ښکاره خپله خوبي په اشارت کا
په هزار پهلو د خلقو دلبري کا
و هر چاته دخپل حسن رهبري کا
چې ليده نه شي په سترگو زړه وکاږي
کوه تر کاهه سپک په ځان پسې راکاږي
دا خبره ده که زه پرې نه پوهېږم
فرښته که ښاپېرۍ ده نه پوهېږم
ليده نه شي لکه بوی له لطافته
مونده نه شي زر په له لطافته
جبرائيل (ع) يې غوږداري کا له خلوته
مصطفی يې شه صفی له صفوته
تاجداران يې په طلب کې تاجداري کا
گدايان يې په حسب کې تاجداري کا
د قلم په علم فتح د اقليم کا
چې په لاس يې د صحيح فکر سليم کا
چې دا طفل بې سواد له خانې وځي
د رستم ورته له وېرې کانې وځي
نه دی کار د هر نا اهل بوالهوس
چې قدم ږدي ددې ناوې په جوس
د قلم چاوده سينه گوره دوه نيمه
هله پل ږده د څړه سخن په سيمه
څو د وينو په درياب مرجوڼانه شي
مشرف به ددې دُر په رڼا نه شي
که مونده العل د کاڼي په کينده شي
په کينده کينده د زړه سخن مونده شي
څو دزړه په وينو وللی مخ د سخن شي
سرخرويي هومره دُر د سخن شي
څو تاله شي ذکر فکر په دا تله
کره کېږي په هومبره دُر د سخن دله
څو وهي د فکر ژامنې باندې شخوند
زياتوي هومره خبره مزه ، خوند
چې په څېر د صدف شونډې سره کېږدي
په سينه کې دا گوهر هغه وبلېږي
چې ويلی شي هزار په يوه آن
دغه نه بولي خبره سخندان
چې کاوه شي په ساعت د سلو سُفت
په کنجکه پکارنه دی هغه گفت
چې په مياشت شي لکه مياشت يوه دهره
ده دزړه د غوږو دُر هغه خبره
خاورين لوښی چې په ورځې سل سازېږي
په قيمت کې نهايت پيسه ارزېږي
چې چيني سازېږي يو په څلوېښت کاله
په سلگونو پيسو يوموند شي زما لاله
چې بازي په تېره تېغ کا د خبرې
وښکې ډېرو پښتنو خپلې ډبرې
يو حريف په کې پيدا د ميدان نه شه
يو ظريف پکې پيدا سخندان نه شه
چې هم چشم د سعدي دنظامي شي
يا هم جام د فردوسي و د جامي شي
واړه وينم بوالهوس په دا ميدان کې
تشې لوبې کا عبث په دا ميدان کې
يوه گوی دگفتگو نه دی اخستی
گفتگو د رنگ وبو نه دی اخستی
نه يې کړې په پښتو نوې نغمه ده
نه يې ايښې په فارسۍ ژبه تغمه ده
لکه وړکی په کنجکو هوسېږي
ناديده په لږه چار غره موسېږي
که په شعر کې دځينو بول بالا دی
له دولته د فارسۍ شعر د غلا دی
لکه عام يې د عوامو د مال غله دي
خاص يې هسې د خواصو دقال غله دي
په خوارۍ خوشخواره دبېچارۍ
غلا ته ودرووي سړی په ناڅارۍ
که هر څو مې له دې کاره کاوه شرم
ماتاوه راباندې نه شه دا خپل درم
چې باعث اخونزاده غلام محمد شه
د نفر په څېر صاحب په خوش آمد شه
وې زر شه قلم واخله تکيه خدای کړه
په پښتو فارسي قصه د شاه گدای کړه
هلالي که د هلال په څېر نگاره کړه
ته يې مياشت د څوارلسمې په سينگار کړه
که په پله چرې د غله وختې غل شوې
يا له نورې ناڅارۍ په څه درغل شوې
چې دې مل دی تمام گروه، نشته اندوه
لري جشن د ژوندون مرگ دا نبوه
چې جامي د نظامي په جام خمار کا
بل به څه لره عاريت له شرم عار کا
سخاوت کله په پور کله په گور شي
همېشه کله له گوره د چا زور شه
چې پوره په هره چار دی، غني خدای دی
که بنده عين بادشاه دی خوار گدای دی
که په زر چارې پوره شي دا وگړي
هه دم په زرو نورو شي نيمگړی
غرض دا چې په غوښتو ددې غرض
راته پېښ په هره پېښه شه مرض
پرې مې نه لگېدې هېڅ انې بانې
راته کښېناست مدعي په استانې
که مې څه ځنې ابا کوله ناووښت
که به ما هر څو انکار کاوه ده لاغوښت
چې يې نه شوم له خاطره وتی هېڅ
خواه ناخواه مې زړه ته واچوه دا پېڅ
که هر څو مې ننگ و شرم دامنگير شه
لا علاج مې دغه کار ته خاطر خير شه
خواه ناخواه دغه مخلص په خاطر داشت
سرنگون په فکر لاړم لکه مياشت
لېوني غوندې مې پورې په کور اورکړ
په رڼا مې يې روښانه کلی کور کړ
چې اخته مې په دا فکر جان و دل شو
د پمن په دود مې سود دځان غڅول شو
دې ويلاړ مې فراغت له زړه ولاړ کړ
د بل زړه مې رغاوه خپل مې لتاړ کړ
که مخلص په يوه دم قدم رنجه که
زما زړه يې په ډېر مياشتې په سکنجه که
په تکليف سره مې گرم سوړ دوکان کړ
سم له لاسه مې دا تير پرې پېکان کړ
چې په زړه کې مې لړم ددې فکر ت و
سن زر سل اوه دېرش کاله د هجرت و
چې مې کېږي څۀ روزگار له خپله کوره
نابايده زما حميد له بله کوره