نظم
څوک څه پوهېږی؟
Gul Pacha Ulfatڅوک څه پوهېږي سبا څه راوړي له ځانه سره
په کال کښې نه وي هغه څه چې وي له آنه سره
زمانه پټه خامله وي خو خبره نه وي
څه ورسره وي چې به فکر کښې له سره نوی
څه راځي؟ څه کېږي د چا په لاس د چا د پاره
شپه په تياره کښې زيږوي څه د سبا ديد
د تورې شپې قهرمان يو او د سبا بل وي
تيارو کښې پټ بل څوک ظاهر کښې رهنما بل وي
لکه نطفه د انقلاب چې خپل طوفان نه ويني
د آغاز سترگې د انجام قهرمانان نه ويني
ډېر تغييرونه زمانې سره دنيا ته راځي
نوی فلمونه د زاړه ښار سينما ته راځي
څوک ډرامي جوړوي څوک يې تمثيلونه کوي
سياستونه په هنر کښې ډېر کارونه کوي
تراژيدي کاندی کوميډی سپين لکه تور ښيي
ډېر مقدس د خدای نعمت د سوټی زور ښيي
په پټه خوله لگيا وي خلکو ته زندان جوړوي
په چيغو چيغو خلک کاڼه کړي چې پلان جوړوي
دا په صحنه کښې ظاهري متحرک به څوک وي؟
اصلي علت اصلي عامل پټ محرک به څوک وي؟
زمونږ نظر خو يو څو توی قوارې ويني
د لوبېدونکو نا آشنا جعلي څېرې ويني
بې روحه عکس حرکت کوي خبرې کوي
هر څه چې کړي هغه پرده کښې مونږ نه لرې کوي