غزل

څومره ښکلي معلومیږي               دوطن غرونه رغونه

Gul Pacha Ulfat

سپینې تورې وریځې ونم               دلته هلته غرونه غرونه

داڅه کیف او څه مستي ده            په مستۍ راغله رودونه

راپیدانوي مرغان شول              اورم نوي سرودونه

داتڼ دپاره زاڼو قطار جوړ کړ په هواکې

ښځې نر یو ځای ګډیږي دویساک په تما شا کې

په اسان کې ډزې کیږي           لویه ورا لویه ښادي ده

بوډۍ ټال دی اچولې           بیا دلوبو تیاري ده

سرې او شنې لیکې ښکا ریږي            دا تابلو دپسرلي ده

که هر چاته ښکاره کړی              فلک خپله دورنګي ده

غړوسکه غړوسکه وریځې وینم داسمان غیږ کې ګډیږي

که په سپینو مخو باندې وربلونه تور ښکاریږي

دبهار بادونو راوړل                    سحر باغ ته پیغامونه

ونو واچول په غاړه                   دګلانو امیلونه

له مستۍ په نڅا راغلې                وړې څانګې لوی ښاخونه

دسحر ما ښام ګډا کې                 شوي یو دبل هارونه

څه ښادي ده پدې باغ کې راته ووایه مالیاره

ونو بوټو په سر کړي شنه شالونه څه دپاره

کال شو نوی موسم بل شو               په ګلونو بهار راغی

دسرو ګلو هار په غاړه               دبلبلو قطار راغی

داغ دمینې په زړه باندې                  ښایسته لا له زار راغی

دبهار وږمو سره بیا                    مستي راغله سینګار راغی

اسمان بل  شو ځمکه بله  هوا بله معلومیږي

جلوه بله  نغمه بله  مینا بله معلومیږي

دګل پاڼو کې سور اور دی              چې بلبل کړي فریادونه

که دګل بوټي ته وایې                دخپل سوي زړه حالونه

همدغه سوی نغمې دي                   دبهار ارمغانونه

څوک غزلې ورته وايي                  څوک دعشق حکایتونه

چې هیڅ کله نه زړیږي  دبلبلو ترانه ده

چې هر چاته ښه ښکاریږي  دښایسته ګلو غنچه ده