غزل اوښکه چې بهر ته راغله سپکه شوه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اوښکه چې بهر ته راغله سپکه شوه څو که مرغلره وه کونجکه شوه 02 ژوند د هر يوڅيز په اعتدال کې دی ډېره چې شوه مينه، مينه ور که شوه 03 تښتي د نظر د پلوشې نه مې دا خو د شبنم غوندې نازکه شوه 04 ډېره موده پس مې هوس وپېژند دا څرنگه مينه ده چې کرکه شوه 05 ملا مې چې کږه شوه د ليندې په څېر اوس مې تمنا ايله ناوکه شوه 06 غيرو ته د سوال يې چې عادت وموند خوله د پښتونوالې ماته ځکه شوه 07 راوستمه نياز د اشنا غېږې ته پورته د سپوږمۍ د پاسه ځمکه شوه 08 حيف دی چې جذبه د پښتونوالې مې لاس کې د اغيارو شوه نېنځکه شوه 09 غوره پښتنه لره حمزه مدام ښه ده که شينوارې که خټکه شوه Dictionary meaning × Headword