غزل

اوښکه چې بهر ته راغله سپکه شوه

امیر حمزه شینواری

اوښکه چې بهر ته راغله سپکه شوه

څو که مرغلره وه کونجکه شوه

ژوند د هر يوڅيز په اعتدال کې دی

ډېره چې شوه مينه، مينه ور که شوه

تښتي د نظر د پلوشې نه مې

دا خو د شبنم غوندې نازکه شوه

ډېره موده پس مې هوس وپېژند

دا څرنگه مينه ده چې کرکه شوه

ملا مې چې کږه شوه د ليندې په څېر

اوس مې تمنا ايله ناوکه شوه

غيرو ته د سوال يې چې عادت وموند

خوله د پښتونوالې ماته ځکه شوه

راوستمه نياز د اشنا غېږې ته

پورته د سپوږمۍ د پاسه ځمکه شوه

حيف دی چې جذبه د پښتونوالې مې

لاس کې د اغيارو شوه نېنځکه شوه

غوره پښتنه لره حمزه مدام

ښه ده که شينوارې که خټکه شوه