غزل اوښکو گلرنگو ته مې گوره حکايت څه پکار Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اوښکو گلرنگو ته مې گوره حکايت څه پکار زه چې گوهر په مځکه شيندمه دولت څه پکار 02 خفه رندان دي چې توبه مې کړې بيا له ميو د يو معلوم توبه شکن نه شکايت څه پکار 03 په هزار ژبو مې خاموشه ښکلی يار دی خبر رقيبه ځای دی د ادب ستا وکالت څه پکار 04 که عنايت په نهايت وي عنايت څۀ پکار که نهايت په عنايت وي نهايت څه پکار 05 حيض و نفاس سبب د شرم وي مردانو لره واعظه هوش کوه خواهش دکرامت څه پکار 06 د زرو کان دکمينه مځکې بطن نه لري رقيبه ستا مجاهده او رياضت څه پکار 07 نوم د حمزه چې په نامه د بېنوا ستايه شي هغه غلط وايي چې دا وايي شهرت څه پکار Dictionary meaning × Headword