غزل اوښکو گلرنگو ته مې گوره حکايت څه پکار امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 اوښکو گلرنگو ته مې گوره حکايت څه پکار زه چې گوهر په مځکه شيندمه دولت څه پکار 02 خفه رندان دي چې توبه مې کړې بيا له ميو د يو معلوم توبه شکن نه شکايت څه پکار 03 په هزار ژبو مې خاموشه ښکلی يار دی خبر رقيبه ځای دی د ادب ستا وکالت څه پکار 04 که عنايت په نهايت وي عنايت څۀ پکار که نهايت په عنايت وي نهايت څه پکار 05 حيض و نفاس سبب د شرم وي مردانو لره واعظه هوش کوه خواهش دکرامت څه پکار 06 د زرو کان دکمينه مځکې بطن نه لري رقيبه ستا مجاهده او رياضت څه پکار 07 نوم د حمزه چې په نامه د بېنوا ستايه شي هغه غلط وايي چې دا وايي شهرت څه پکار د قاموس مانا × اصلي کلمه