غزل

هغه ژوي چې مېن وي څه به خوب کا

Rahman Baba

هغه ژوي چې مېن وي څه به خوب کا

چې مجنون او کوه کن وي څه به خوب کا

هر نفس د سړي تله دی له جهانه

چې يې هر نفس رفتن وي څه به خوب کا

چې سبا له خپله ياره جدا کېږي

که د سلو شپو کړمن وي څه به خوب کا

عاشقي ده خدای له اوره پيدا کړې

چې په اور کښې يې وطن وي څه به خوب کا

د اوبو تږی هم خوب کولی نه شي

څوک چې تږی د ديدن وي څه به خوب کا

د رقيب له جوره خوب د عاشق نه شي

دهغو چې دېو دښمن وي څه به خوب کا

د مجاز بندي خو خوب کولی نه شي

چې يې زلفې طوق رسن وي څه به خوب کا

خوب خندا له بې غميه شي رحمانه

څوک چې ستا په څېر غمجن وي څه به خوب کا