غزل
هغه يار چې ښايسته دی تر آفتابه
Rahman Babaهغه يار چې ښايسته دی تر آفتابه
مخ په کله راڅرگند کا له نقابه
بېلتانه په زړه زهير کړم بې حسابه
يو سبب وکړې مسبب الاسبابه
چې زما ملاقات وشي له احبابه ـ
ملاقات د ښايسته وو مې نصيب کړې
د ښايست په گلستان مې عندليب کړې
عندليب مې په گلشن دخپل حبيب کړې
خدايه ما په دلبرانو کې قريب کړې
ومې ژغورې ددې اهل له عتابه ـ
هغه يار چې زه يې مينه په ديدار کړم
همېشه يې و ديدن ته انتظار کړم
شپه و ورځ پسې نارې وهم کوکار کړم
که په روی ورته تمام جهان رويدار کړم
سترگې نه پورته کوي د ناز له خوابه ـ
بېلتانه يې پټ پنهم په زړه تاراج کړم
وديدن ته يې په هسې رنگ محتاج کړم
چې غرقاب يې د غمونو په امواج کړم
هېڅ پاياب يې مونده نه شي څه علاج کړم
د اشنا د مينې غم شه ناپايابه ـ
ته چې کس يې د جمله وو بې کسانو
هم کار ساز يې دجمله وو خام کارانو
الهي په بزرگۍ د بزرگانو
زه وصال په دعا غواړم دخوبانو
لا به کله دا دعا کړې مستجابه ـ
اسير کړی دې د زلفو په طناب يم
تکبير کړی دې د سترگو په قصاب يم
دکشتۍ غوندې مدام په اضطراب يم
لکه زه چې ستا له غمه په عذاب يم
خبر مه هېڅ بنده له دې عذابه ـ
درېغه مه وی په دنيا کې پيدا شوی
او که وی هم خو دا هسې شان خو مه وی
لکه زه يم د هجران په لمبو سوی
څو به گرځم په دا هسې اور اولوی
چې سينه مې په درست عمر شوه کبابه ـ
هی هی څه مې دا خراب خاطر ناښاد شه
زيست روزگار مې همېشه آه و فرياد شه
عمارت مې د زړه هسې رنگ برباد شه
چې حباب غوندې بې بېخه بې بنياد شه
د ښادۍ طمع به څه کړم له حبابه ـ
پټ پټ گرځم د ناصح له نصيحته
راته کاندي نصيحت په څو صورته
چې توبه کړم د خوبانو له قربته
هېڅ جواب يې په ما نه شي له غيرته
درمانده ورته ولاړ يم لا ځوابه ـ
دا ځواب څه هسې نه دی چې په خوله شي
د عشق راز څه هسې نه دی چې وايه شي
دا مشکل حکايتونه په ما نه شي
ددې بحر بې پايان حساب په څه شي
چې يې زه و چاته وايم له حسابه ـ
چا موندلی ددې بحر پايان نه دی
دغه راز و هر سړي ته عيان نه دی
هېچا کړی ددې چارې بيان نه دی
دغه واړه عاشقي ده رحمان نه دی