غزل هغه زړه چې خدای روښان کا جام د جم شي Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هغه زړه چې خدای روښان کا جام د جم شي په دا جام کې ورښکاره تمام عالم شي 02 په آدم کې د حيوانه خويونه شته دی بيا هاله يې آدم بوله چې آدم شي 03 چې خويونه د چارپايو په کې نه وي سړي هوښ په سړي هله مسلم شي 04 چې اغوستی يې لباس وي د پاکانو دناپاکو چارې کاندي خو به گرم شي 05 که هر څو لذيذ طعام وي مزه نه کا چې يوه ذره نمک يې زيات و کم شي 06 ښادي هر چرې د غم په اندازه وي دهغو به څه ښادي وي چې يې غم شي 07 هر چې خپله رضا پاسلي و قضا ته که هر څو په ځان ناخوښ وي خوښ خرم شي 08 عاشقي چې تر کماله ورسېږي د خپل يار له لاسه زخم يې مرهم شي 09 که په ځان باندې قدم کېږدې رحمانه! نُه فلکه به دې لاندې تر قدم شي Dictionary meaning × Headword