غزل

هغه زړه چې ستا د عشق په اور کباب دی

Rahman Baba

هغه زړه چې ستا د عشق په اور کباب دی

که مرهم ورباندې کېږدې ډېر ثواب دی

حجابونه له اغيارو مناسب دي

د يارانو په يارۍ کې څه حجاب دی

بې له تا چې ښايسته يې بې حسابه

نور ښايست دجهان واړه په حساب دی

ښاپېرۍ که هر څو ډېرې ښايسته دي

په هغو کې هم ستا حسن انتخاب دی

لکه گل چې تر آفتاب پورې خجل وي

دغه هسې ستا تر مخ پورې آفتاب دی

دا د ميو دمستيه سرخي نه ده

تېغ د سترگو په وينو کې غرقاب دی

زه رحمان به څه خواب کوم و يار ته

و ژونديو ته دمړيو څه ځواب دی