غزل

هر چې کښت يې په باران او په سېلاب وي

Rahman Baba

هر چې کښت يې په باران او په سېلاب وي

د هغو عمر به واړه په عذاب وي

هغه ملک چې په کې سيند او رود بار نه وي

دهقانان به يې همه خانه خراب وي

و اسمان ته به يې سترگې وي ختلې

د باران له انتظاره به بې خواب وي

لکه څوک چې تلوي يې په کړهي کې

د هغه ماهي په طور به کباب وي

لا به کله بارانونه پرې نزول شي

چې نخيل و زراعت به يې سېراب وي

همېشه له خدايه خواست د اوبو کاندي

که يې چرې خواست په عمر مستحاب وي

لکه تل چې يې په زوږ د اوبو غوږ وي

هومره غوږ يې نه په چنگ نه په رباب وي

که همه عمر باران ورباندې اوري

لا گرمي يې په صورت کې د آفتاب وي

د گرمۍ او د خشکۍ له دې دهشته

د آفتاب په څېر گومان يې په ماهتاب وي

د اوبو له ډېرې ډېرې قيمتۍ نه

لرگي لوښي يې مردار په منجلاب وي

فرق د پاکو د ناپاکو اوبو نه کا

که اوبه يې گډې وډې په پېشاب وي

د اوبو په غلا چې ورشي نه جاروځي

که ساکن د خانقاه او د محراب وي

د اوبو په وېش چې ورشي انصاف پرېږدي

که په لاس يې ورقونه د کتاب وي

د اوبو ثواب يې نه کېږي له لاسه

که په گوټ اوبو يې عين د حج ثواب وي

د باران اميد نه کېږي له خدايه

که يې شپه او ورځ په سر باندې سحاب وي

چې د نوکو اچولو په ځای ورشي

تر تنځري ځان بتر کا که عقاب وي

پليتي به يې له تنه څه رنگ درومي

چې اوبه په کې نايابې تر گلاب وي

هېڅ يې مه پوښتنه له غسله له اودسه

چې يو څاڅکی پرې گوهر غوندې ناياب وي

په سبب د ډېره ډېره تيممه

همېشه يې سپېره ږيره په تراب وي

د للمي سړي په مخ کې اب وي چېرې

هغه خلک چې بې آب وي خو بې آب وي

په آبۍ کې لا هم وي خونه ويرانه

هغه کلی چې د بل پايناب وي

يو به نسي هېڅ بری له سري ورخه

پايناوی سړی که زويه د ارباب وي

سم حساب له عزيزانو کله مومي

تل تر تله يې د بل لاندې حساب وي

نه طاقت د رد بدل لري نه صبر

لکه مار په ملا وهلی پېچ و تاب وي

نه يې مرگ نه يې فتنه له لاسه کېږي

لاس تړلی د خپل شرم په طناب وي

چې يې زيست روزگار په کار وي تحمل کا

همېشه يې په بديه اجتناب وي

چې د ټوک د اچولو په ځای ورشي

له هر څه يې زيات په سترگو کې عتاب وي

که يوه بده وينايې له خولې ووځي

هغه دم يې په خپل ځان باندې عتاب وي

يو هغه سړی تېری ورباندې کاندي

چې په عمر نه د سوال نه د ځواب وي

همسايه وي چريکار د پښتانه شي

او په اصل به موچي يا به قصاب وي

ملايم ويل اثر په هغو څه کا

چې په زړه کې يې نه شرم نه حجاب وي

لکه دېو چې دسړيو په صورت شي

ته گومان کړې چې سړی دی، دی دواب وي

په هېڅ رنگ له بده خويه نه جاروځي

هسې مست د جاهلۍ په شراب وي

چې شراب د هسې خرسو په لاس کښېوځي

ترو خلاصی به يې له خونه په کوم باب وي

هسې رزق دې خدای هېچا لره ور نه کا

که به رزق د چا په هسې رنگ اسباب وي

تر دا هسې زميندارو هغه ښه دی

چې نوکر د يوه تور کافر کلاب وي

نوکری د يوه سپي ولره ښه ده

هغه پرېږده چې لا نوم يې د نواب وي

د خشکۍ له غمه قوم د رحمان خوښ دی

که رفتن يې له جهانه په شتاب وي