غزل

هر چې نه وي خوار و زار

Rahman Baba

هر چې نه وي خوار و زار

په طلب د خپل دلدار

تر پړوني صدقه شه

د هغه عاشق دستار

هزار حيف دی هزار حيف دی

هزار څه لا صد هزار

چې عاشق په عاشقۍ کې

نه حلال وي نه مردار

نه پتنگ د خپل چراغ وي

نه بلبل د خپل گلزار

نه مجنون غوندې رسوا وي

نه منصور غوندې په دار

دواړه نه کېږي رحمانه

يا به يار شي يا بېزار