غزل هر گفتار هره وينا چې څوک عبث کا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هر گفتار هره وينا چې څوک عبث کا تر عبث ويل دا به دی چې يې بس کا 02 په وړومبۍ وينا چې وروستو پښېمانېږي له اوله دې يې نه کا تر خولې هسکه 03 هره چار چې له اختياره وي وتلې بې هوده به يې څوک لافې د دسترس کا 04 فقيري د خدای په مهر مونده کېږي د هنر په کبر نه شي چې يې نفس کا 05 آدم زاد په معنی واړه يو وجود دی يو وجود دی هم يې پاک هم يې نجس کا 06 که يې اصل له يوه جويه دی څه شو د گلونو هنر کله خار و خس کا 07 معتقد له اعتقاده مقصود بياموند د هغو طاعت غلط دی چې وسوس کا 08 په اخلاص د نماز گذارو دی جنب دی هر نمازي چې په ريا تيمون اودس کا 09 که خودبين وي ته به يې څه کوی رحمانه د خودبينو سزا خپله خودي بس کا Dictionary meaning × Headword