غزل

هر کس ښکاري قاصد راته چې تا شړلی يم

Hamza Shinwari

هر کس ښکاري قاصد راته چې تا شړلی يم

يو هم نه شو گويانه چې اشنا بللی يم

غونچې مې ستا د حسن رنگينۍ سر په گرېوان

مالياره ولې رېبې مې هم تا کړلی يم

د زړه شمع مې شوه ستا د محفل په ارمان گل

فانوس نه د هستۍ لکه لوگۍ وتلی يم

ارمان دې همه اوښکه کړم او اوښکه شوله زړه

کباب غوندې دې خپل باڼه په سيخ پېيلی يم

چې تاته زه حمزه نه شوم قبول څه شي په دا

دنيا که د ابد او د سخن منلی يم