غزل

هر مطرب چې غوږی تاو کا د رباب

Rahman Baba

هر مطرب چې غوږی تاو کا د رباب

په دا تاو کې زما زړه کاندي کباب

هومره تاو د بېلتانه راباندې زور شي

چې حساب يې بيان نه شي په کتاب

چې سامع يې په نغمه په ترانه شم

دېوانه شم گرېوان څيرې مست خراب

هم يې تار هم يې گفتار هسې اثر کا

چې هېڅوک يې نه طاقت لري نه تاب

يو يې ساز بل يې آواز وي د لښتيو

درېيم شعر پرې آغاز کا انتخاب

څلورم يې يو ساقي د څنگه کښېني

چې مخی يې نه آفتاب وي نه مهتاب

دا څلور واړه فتنې په څلور کونجه

او پينځم يې صراحي د ميو ناب

شپږوخت د نوبهار او د ځوانيه

اووم شغل د بياض او د کتاب

چې دا هومره آفتونه سره ټول شي

ترو څوک څه رنگ ځنې کاندي اجتناب

چې دا هسې دلبران پرې اثر نه کا

يا به دېو يا به دېوار وي يا دواب

مرد هغه چېتر سود تېر شي ثواب وکا

نه هغه چې ډېر يې سود وي لږ ثواب

راڅرگند به شي پرهېز د پرهېز گارو

که قادر شي په شاهد او په شراب

زه رحمان له ريا زهده پناه غواړم

د ريا زهد عذاب دی هم عتاب