غزل
هسې نه چې زما يار واړه جفا کا
Rahman Babaهسې نه چې زما يار واړه جفا کا
صد چندان لکه جفا هومره وفا کا
لکه زه چې په خپل يار باندې مين يم
يو په سله هومره مينه يار په ما کا
زړه يې وړی په احسان دی نه په جور
مجنون ځکه په ليلی پسې ژړا کا
درست جهان دخوبرويانو ناز بردار دی
نه يوازې دغه ناز په ما او تا کا
نه به گوري رحمان څشکل هغه مخ ته
فرښتې چې يې د حسن تماشا کا