غزل

هسې رنگ نعمت راکړی خدای و ما دی

Rahman Baba

هسې رنگ نعمت راکړی خدای و ما دی

چې هېڅ هېڅ بها يې نشته بې بها دی

يو خو دا چې يې په شکل د آدم کړم

دويم دا چې محمد مې رهنما دی

لاس و پښې، غوږ و سترگې، خوله او ژبه

يوصورت مې په څو اسمه مسمی دی

اسمان، ځمکه، نمر، سپوږمۍ او روښان ستوري

درست جهان مې و نظر ته تماشا دی

شپه او ورځ د ماه و مهر له پرتوه

مخ د ځمکې راته درست نقره طلا دی

په شپه مښک په ورځ کافور راباندې اوري

درست صورت مې په کې ډوب تر سر و پادی

چې هر دم زندگاني بخښي و ماته

هر نسيم د يار له لوري مسيحا دی

د چمن و سرو گلونو ته چې گورم

هر هر گل راته له ورايه په خندا دی

د گلگلونو مينو ناوې راته ناسته

زنگاري کميس اغوستی د مينا دی

خپلې وينې په ورغوي کې نيولې

هر ساغر د می پرستو جان فدا دی

د شنه رود په غاړه ناست سرود په لاس کې

هر مطرب لکه بلبل هسې گويا دی

سپين مخونه سرې لښتيه د دلبرو

هر ديدن يې د آفتاب په څېر رڼا دی

چې دا هسې معرفت يې پرې پېرزو کړ

په رحمان باندې منت د پاک مولا دی