غزل

هسې تله کاندي و گور ته ياران ژر ژر

Rahman Baba

هسې تله کاندي و گور ته ياران ژر ژر

لکه تله کا و خپل کور ته کاروان ژر ژر

هسې ژر ژر مرگ په مونږه شتابي کا

لکه لَو د پاخه کښت کا دهقان ژر ژر

هسې ژر ژر دا دنيا وبله آوړي

لکه اوړي وبله رېگ روان ژر ژر

هسې ژر ژر صورتونه دي نړېږي

لکه رژي لاله زار په خزان ژر ژر

هسې ژر ژر دا شېرين عمر تېرېږي

لکه بحر چې بهېږي روان ژر ژر

هسې ژر ژر اشنايان سره بېلېږي

لکه ساه اخلي ستړي ستومان ژر ژر

د بڼو ځنبل هم هسې ژر ژر نه وي

لکه درومي له جهانه رحمان ژر ژر