غزل
هسې تېز درومي دروان
Rahman Babaهسې تېز درومي دروان
گويا برق دی دا جهان
د آسيا په څېر گردش کا
په زمين باندې اسمان
ککرۍ دي دسړيو
چې وړېږي تر دا ميان
پيدا کېږي فناکېږي
نه يې سر شته نه سامان
نه يې سر شته نه سامان شته
نه يې حد شته نه پايان
ځينې ډول وهي ښادي کا
ځينې وير کا د خپل ځان
ځينې شمع غوندې ژاړي
ځينې گل غوندې خندان
که يې گورې يوگلشن دی
که يې گورې يو زندان
که يې گورې يوگلزار دی
که يې گورې يو بيابان
يوه هسې تماشا ده
چې يې هېڅ نشته بيان
کيفيت يې مونده نه شي
په دليل او په برهان
چې يې کومه خوا رفتن دی
يا يې چرته دی مکان
خدای عالم دی په دا علم
هيڅ خبر نه دی رحمان