غزل
هسې يمه ياره ستا په غم تازه
Rahman Babaهسې يمه ياره ستا په غم تازه
لکه وي هره گياه په نم تازه
سترگې وخورم که يې کړم له نمه وچې
که مې کېږي په ژړا صنم تازه
زه به څه کړم د چا چارې بې له ياره
هر سړی په خپله ساه، په دم تازه
راستوي يونوی غم زېری د وصل
رغوي د زړه پرهر مرهم تازه
که دې زړه له غمه وچوي دلگير مه شه
کاتبان که په چول قلم تازه
ښايسته ياران گلونه دي رحمانه!
بېلتانه کړه اکثر مړاوي کم تازه