غزل
هېڅ مې نه کړه په دا عمر کې حاصل
Rahman Babaهېڅ مې نه کړه په دا عمر کې حاصل
هسې پاتې شوم مردود و ناقابل
ما لا بوی هم د وصال موندلی نه دی
تش په توره مې خدای نوم کړ د واصل
هسې ډوب يم د گناه په گردابونو
چې په سترگو مې ونه ليده ساحل
له وطنه مې په هر زمان وباسي
راپسې کړه حاکمانو محاصل
که بلا ده که جفا ده که وفا ده
دا همه واړه په ما کړه خدای نازل
د دنيا په پليتۍ مې ځان پليت کړ
حيف دی دا چې نه عالم شوم نه عامل
توره ږېره مې شوه سپينه زه حيران يم
چې رحمان لا نه بالغ شوم نه عاقل