غزل هېڅ په دې خبر نه يم چې څه يمه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هېڅ په دې خبر نه يم چې څه يمه ته که وايې يم، که وايې نه يمه 02 څو چې دې له سترگو غورځولی يم هومره درپېښ شوی ستا په زړه يمه 03 مينه کې تاوده ساړه څه سوال نه دی نه دې په تاوده نه په ساړه يمه 04 تا په کونج د سترگو چې راوکتل نن مې يقين کېږي چې دا زه يمه 05 نه پرېوځم پرېږده چې روښانه يم ستا په ديدن اوښکه په باڼه يمه 06 نه راگورې، گورو به زه هم اولاده د پښتانه يمه 07 ته زما په زړه يې په خوله نه راځې زه دې په زړه نه يمه په خوله يمه 08 بد يم بلا بد، چې مې بد بولې ته جار دې دوينا نه بلا ښه يمه 09 ستا دتغافل نه گيله نه کړمه ته که هغه نه يې زه هم نه يمه 10 سمې مې حمزه له خندا شنې کړلې څو که ورېدلی زه په غره يمه Dictionary meaning × Headword