غزل هېڅ په دې خبر نه يم چې څه يمه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 هېڅ په دې خبر نه يم چې څه يمه ته که وايې يم، که وايې نه يمه 02 څو چې دې له سترگو غورځولی يم هومره درپېښ شوی ستا په زړه يمه 03 مينه کې تاوده ساړه څه سوال نه دی نه دې په تاوده نه په ساړه يمه 04 تا په کونج د سترگو چې راوکتل نن مې يقين کېږي چې دا زه يمه 05 نه پرېوځم پرېږده چې روښانه يم ستا په ديدن اوښکه په باڼه يمه 06 نه راگورې، گورو به زه هم اولاده د پښتانه يمه 07 ته زما په زړه يې په خوله نه راځې زه دې په زړه نه يمه په خوله يمه 08 بد يم بلا بد، چې مې بد بولې ته جار دې دوينا نه بلا ښه يمه 09 ستا دتغافل نه گيله نه کړمه ته که هغه نه يې زه هم نه يمه 10 سمې مې حمزه له خندا شنې کړلې څو که ورېدلی زه په غره يمه د قاموس مانا × اصلي کلمه