غزل
همدمان کوي اصرار کله ښودی شي
Hamza Shinwariهمدمان کوي اصرار کله ښودی شي
چې ستا راز مې په خوله راشي اسوېلی شي
که اشنا راسره يو دی خو بيا بېل دی
په کوشش سره څوک خپل سيوری نيوی شي
په سرو شونډو کې موسکۍ شوې زړه مې يخ شو
لږ خو کښېنه هسې نه چې د زړه سوی شي
هر باڼه دې خوی د سترگو دی اخيستی
کله ستن د اطمينان، کله اغزی شي
ستا سړې خبرې وايي خوی دې سوړ دی
څوک به څرنگه تاوده نه خوري چې سړی شي
ستا ستم مې بيابان د زړه گلشن کړ
که وچ ډاگ وي د شوديارې نه پټی شي
د حمزه د زړه د باز برخه شوه مينه
وتی نه شي جال د ځان سره که وړی شي