غزل

وخت د نوبهار دی زه جدا نه خپله ياره

Rahman Baba

وخت د نوبهار دی زه جدا نه خپله ياره

درېغه درېغه درېغه چې بې ياره ځي بهاره

اور د خوږو زړونو چې د غره په سرلگېږي

شنې لوخړې خېژي له نښتره له چيناره

دا څه عاجزي ده چې زه کښم په کاغذ باندې

راشه ووېرېږه دعاشقو له آزاره

دا څه اوښکې نه دي چې بهېږي له چشمانو

وينې دي بهېږي له زړگوټي له پرهاره

رنځ مې هسې سخت دی هر زمان په ما زياتېږي

راشه ای طبيبه گوندې مرم د رب د پاره

غرونه دي نړېږي چې په حال زما خبرېږي

سيند د اوښکو درومي چې راغلی له کهساره

نور څه نه دي واړه دا نارې د بېلتانه دي

راشه که يې گورې د رباب له هره تاره

زه يو خوار و زار يمه رحمان په عاشقۍ کې

خپل دی که پردی دی راته نه گوري له عاره