غزل والوتمه ډېر خو زه بهر نه شوم له څه نه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 والوتمه ډېر خو زه بهر نه شوم له څه نه ونه دا نړۍ ده بيا په ونه باندې ونه 02 کله منقلب شي نمر خاته پرېواته دواړه اوش شومه بې غمه له خاته او پرېواته نه 03 هر خوا ته که لاړمه سفر مې و په زړه کې لاړمه له زړه نه خوونه وتم له زړه نه 04 مينې له ښکلا، ښکلا له مينې ژوندون وموند جوړ شو په اخره کې وحدت د ته او زه نه 05 عشقه! له کږو سمو دې ووېستم بهر ته خلاص شوم د نېکۍ او د بدۍ له زولانه نه 06 ډوب چې وي په سيند کې ترې قلم وي پورته شوی څه به يې زاهد وايي د سم او له کاږه نه 07 څومره تقسيم شوی زه حمزه ومه حيران يم اوس شومه خبر چې تللی زه ومه له زه نه Dictionary meaning × Headword