غزل
ولې نه گورې و ماته سم په څۀ
Rahman Babaولې نه گورې و ماته سم په څۀ
زياتوې د غمزده و غم په څۀ
ستا په غم کې چې ما ويني عالم ژاړي
ژړوي راسره نور عالم په څۀ
په مطلب دې د سرو شونيو نه پوهېږم
چې مې وينې د زړه څښي هر دم په څۀ
ودې خپلو مستو سترگو ته دې وايه
چې دا وژني مې قلم قلم په څه
ستمگار چې ستم کاندي څه بهانه کا
ته په ما باندې کوې ستم په څه
مه کړه خدای چې څوک بې ياره خوښ خرم وي
زه به اوسم بې تا خوښ خرم په څه
زه رحمان په خپله گرم يم چې مين شوم
دغه نور عالم مې بولي گرم په څه