غزل ورک مې د سترگو نظر Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ورک مې د سترگو نظر ای خواجه رادې کړه خاورې د در 02 در کې ولاړه ستا يم سر توره غم کړم جدا زه پلار او له موره 03 دی مرور مې دلبر ای خواجه را دې کړه خاورې د در 04 وينځه چې هر څوک در کې د چا شي ښايي غمونه چې ترې جدا شي 05 مالک يې اخلي خبر ای خواجه رادې کړه خاورې د در 06 د پېغلتوب مې وران شو خالونه سجده کې وايم د زړه حالونه 07 رژوم مښک و عنبر ای خواجه رادې کړه خاورې د در 08 وځي فرياد مې د زړه له سوزه د يار تر خوا مې باباجي بوځه 09 درېغه چې وکړي اثر ای خواجه رادې کړه خاورې د در 10 تشه جولۍ مې ده دخيال پُر يې په دُر کړه يار د جمال 11 شپه مې د غم کړه سحر ای خواجه رادې کړه خاورې د در 12 کله راويښ به بخت د حمزه شي چې بېنوا به ترېنه رضا شي Dictionary meaning × Headword