غزل ورک شه ورک شه بد کرداره بد سړی Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ورک شه ورک شه بد کرداره بد سړی که دې ورور که دې عزيز وي که پردی 02 تر هغه لا نېکو کار بې گانه ښه دی چې بد کار شي د چا زويه يا نمسی 03 لرگي لوښي پرې همه واړه مردار وي بد کرداره لکه سولند وږی سپی 04 هغه خلک همه واړه لېوني کا چې په کلي کې يو سپی شي لېونی 05 بل علاج د لېونيو سپيو نشته بې له مرگه چې پرې ډک شي يو کوهی 06 حرام خور دمحنثو په حساب وي که په توره يا په تېغ وي مړنی 07 مړنی ويلی بويه و هغه ته! چې بې وجهي آزار نه کاندي يو شی 08 دېگ يې ايښی په دېگدان وړومبی تر تېغ وي چې يې سوړ په آه سرد نه شي نغری 09 هسې فيض يې و هر چا وته رسېږي چې باله شي د خپل وخت حاتم طی 10 ای رحمانه! چې بد فهمه بد کردار شي راته وايه سپی بهتر دی که سړی Dictionary meaning × Headword