غزل

وارخطا ستړيه زړگيه په مزل شوې

Hamza Shinwari

وارخطا ستړيه زړگيه په مزل شوې

دمه گير چې په يو پل او په بل پل شوې

کله کله چې اسره مې پاتې نه شي

هسې وايم چې جوړ ته راسره مل شوې

غلا د عقل رانه هله کوه عشقه

هغه وخت چې د هوښيار د سترگو غل شوې

په هر چل کې دې يو چل وي چې څه چل دی

په هېڅ چل دې خبر نه شومه څه چل شوې

اوره گل دی د اشنا په اننگو کې

سوز دې راوړ چې زما په زړه کې بل شوې

د اشنا د لېونيو زلفو خياله

عقل ستا او ته د عقل د زړه ول شوې

ژوند چې چرته مهر مات د خاموشۍ کړ

هم هغه ور لره چغې د اجل شوې

ستا په ياد د حمزه اوښکې لاړې زړه ته

مرغلرو صدف وموندو په تل شوې