غزل
واړولې سترگې دې چې بله پيمانه نه وه
Hamza Shinwariواړولې سترگې دې چې بله پيمانه نه وه
هر څه وو ساقي ولې څه نوره بهانه نه وه
خود به مړ کېدم چې خال مې نه ليد د اشنا دمخ
خلک به هم دا وايي چې پاتې يې دانه نه وه
پټ راز يې څرگند شه د ښايست پلو چې لرې شه
شمع بلېده او په محفل کې پروانه نه وه
يار چې له محفله لاړ، نو زه رقيب طلب کړمه
خير و کړو صياد د پسرلي چې نښانه نه وه
يارچې موده پس راغی حالت د حمزه دغه و
مات يې ساز د زړه و، په لب پاتې ترانه نه وه