غزل
وايه څه خو ته د فراق لاس ښه دی که بد
Hamza Shinwariوايه څه خو ته د فراق لاس ښه دی که بد؟
ای واصله وايه چې دې لاس ښه دی که بد؟
څوک چې غلامۍ ته د شاهانو هوسېږي
دوی زده ډېر يې ښه زده چې نخاس ښه دی که بد
اصل وي محفوظ هله چې نقل يې موجود وي
ودې پوښته فهم چې وسواس ښه دی که بد؟
خط مې درلېږلی جذباتو ته يې گوره
دا خيال ونه کړې چې قرطاس ښه دی که بد؟
خوري د اشنا خال د عاشقانو وينې غوښې
وپوښته هندو چې خون او ماس ښه دی که بد؟
ورځ مې په کتو، په تصور مې شپه تېرېږي
پوهه شومه اوس د وصال آس ښه دی که بد؟
څوځله کرم پرې اشنا وکړو شکر نه کا
وايه حمزه زړه دې ناسپاس ښه دی که بد؟