غزل وايه څه خو ته د فراق لاس ښه دی که بد امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 وايه څه خو ته د فراق لاس ښه دی که بد؟ ای واصله وايه چې دې لاس ښه دی که بد؟ 02 څوک چې غلامۍ ته د شاهانو هوسېږي دوی زده ډېر يې ښه زده چې نخاس ښه دی که بد 03 اصل وي محفوظ هله چې نقل يې موجود وي ودې پوښته فهم چې وسواس ښه دی که بد؟ 04 خط مې درلېږلی جذباتو ته يې گوره دا خيال ونه کړې چې قرطاس ښه دی که بد؟ 05 خوري د اشنا خال د عاشقانو وينې غوښې وپوښته هندو چې خون او ماس ښه دی که بد؟ 06 ورځ مې په کتو، په تصور مې شپه تېرېږي پوهه شومه اوس د وصال آس ښه دی که بد؟ 07 څوځله کرم پرې اشنا وکړو شکر نه کا وايه حمزه زړه دې ناسپاس ښه دی که بد؟ د قاموس مانا × اصلي کلمه