غزل

وي په حقيقت کې لکه گل هسې خندان مېن

Hamza Shinwari

وي په حقيقت کې لکه گل هسې خندان مېن

څه که په ظاهر درته ښکارېږي پرېشان مېن

خدای يم پيدا کړی په اسلام اومسلمان مېن

خپله هم افغان يمه او هم يم په افغان مېن

عشقه په وحدت کې دې دويي څرنگه راغله نن

هم يم په اشنا مېن او هم يمه په ځان مېن

وي لکه نگهت، په گل کې هم وي، هم بهر ترې ځي

څه شي په ظاهر که وي له ياره گرېزان مېن

دا قابليت دی داسينگار د آيينې نه دی

خپل حسن که گورې راشه وگوره حيران مېن

وپېژندو ځان يې چې دخدای دسترگو کسی دی

بيا د زړه له تل نه به انسان شي په انسان مېن

مشت او گرېواني مې چې يو ځل کړې له يار سره

ځه وحشته اوس خو يمه زه په خپل گرېوان مېن

خوښ مې سباوون دی خولمسون دنسيم نه زغمي

پوې چې کړکۍ کړه په سپرلي کې د زندان مېن

بس خپله جونگړه کې له سوزه تاو راتاو ښه يم

نه يمه په شان د بړبوکۍ په بيابان مېن

پټ که په پردو کې يې خوهر چاته ښکاره يې ته

خلک خو يې ويني که ته نه وينې عريان مېن

ځه که د ديدن ارمان ونه وتو، ونه وتو

اوس ديار په ځای به وي حمزه پخپل ارمان مېن