غزل

وېښته سپين سترگې تارېکې غاښ کنډاس

Rahman Baba

وېښته سپين سترگې تارېکې غاښ کنډاس

نه وکاږې د دنيا له چارو لاس

په هر طور چې يې مومې پسې درومې

نه په چپ لوري صرفه کړې نه په راس

يو وېښته دعقيدې دې په تن نشته

سر تر پايه هسې ډوب يې په وسواس

خدای رازق بولې او رزق گڼې له کسبه

په دا شناخت و ځان ته وايې حق شناس

هسې رنگ په مذبذب صفت موصوف شوې

نه پوهېږمه چې ناس يې که خناس

په دوۍ کې به ورته شې تر توحېده

که پېشوا کړې مهتر خضر مهتر الياس

واړه زهر قاتل نغرې که پوهېږي

که سوا له خدايه نغرې هر انفاس

امر دا دی چې له نهې لاس کوتاه کړې

او که نه وي خپسر و گڼه مواس

خير دا دی چې له شره و جاروځي

په دا چاره کې هېڅ نشته کوز و پاس

که زما ويل دروغ يا کوز و پاس وي

ته په خپله په خپل زړه کې وکړه قياس

له سړيه غرض واړه سړيتوب دی

نه چې پټ وي د سرو زرور په لباس

څه په دا به عراقي او ترکي نه شي

که په خره باندې څوک سور شي که په اس

د تشنه خو له اوبو سره مطلب وي

نه تش بې اوبه د سيم و زر و طاس

هر زاهد چې په ريا زهد نازېږي

دڅربښت گومان يې کېږي په آماس

ای رحمانه! که څه کار دی خو د دين دی

نور کارونه بې وفا دي بې اساس