غزل يا دا ستا چشم آبرو وينم په خواب کې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يا دا ستا چشم آبرو وينم په خواب کې يا مستان دي ويده شوي په محراب کې 02 يا په جام کې ستا دمخ عکس ليده شي يا خورشيد دی تجلی کا په حباب کې 03 يا تر خط لاندې غوټۍ ستا د خولو دي يا کوکب دی راډوب شوی په سحاب کې 04 يا دې زلفې په مخ دواړه راخورې کړې يا سنبل دي گنجلک د اور په تاب کې 05 يا دې زلفو په مخ توره تاريکي کړه يا خو تندر ځان څرگند کړ په آفتاب کې 06 يا دا ستا مژگان زما په خاذر ښخ دي يا سيخونه دي پټ شوي په کباب کې 07 يا خو ستا له غمه غرق زما صورت دی يا خسڼی دی جاورځي په گرداب کې 08 چې ديار د مخ کاته له ميانه ووځي د رحمان به څه عزت وي په حساب کې Dictionary meaning × Headword