غزل
ياد يې راپيښ چې نن زما په زړه شو
Hamza Shinwariياد يې راپيښ چې نن زما په زړه شو
اوس په لټون يمه دزړه چې څه شو
ماشوم ارمان د زړه زانگو کې زما
ستا د وعدې په الا هو وده شو
هغه مېن د مينې خوند وانخست
کوم چې راضي د خپل اشنا په کړه شو
شايد چې بل يې له دې ښه ونه موند
چې دې پرې ايښی زړه زما په وړه شو
يمه خوشحال چې زړه يې يووړو له ما
اوس چې په ما وو، هغه غم په ده شو
ستم ځپلی زړه د يار په موسکا
که وه مُهره لکه ږلۍ اوبه شو
حمزه څه نوې خوشحالي به راشي
رقيب چې تا سره پخلا شو ښه شو