غزل

يو نفس کې بيابان مې بل نفس مې گلستان دی

Hamza Shinwari

يو نفس کې بيابان مې بل نفس مې گلستان دی

يو وجود مې د اغيارو، بل وجود مې د جانان دی

د تمثيل نقشونو ووې په زبان د حيرانۍ

که هر شی دده په شان دی کله دی د چا په شان دی

ويښ شو زلفې يې کړې پورته دا بد شپه مقدر شوه

د يار مسته غځونې د ازل سحر خندان دی

دکثرت له شور و شره غلط مه شه لار يوه ده

جرسونه بې شمار دي يو مزل او يو کاروان دی

بند دتن سېلاب د مينې يووړو يو شو دواړه کښته

د ټټر په ځيره ځکه څيرې څيرې گرېوان دی

هر يو ټوپ د غمژن زړه مې جوړ سلگی د تمنا وي

زه چې مرم او نه رغېږم دغه عمر جاودان دی

د حمزه له اسوېلو نه د زړه داغه خفه مه شې

چې پروا د ډيوې نه کړي، عاشقي هغه طوفان دی