غزل يو نفس کې بيابان مې بل نفس مې گلستان دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 يو نفس کې بيابان مې بل نفس مې گلستان دی يو وجود مې د اغيارو، بل وجود مې د جانان دی 02 د تمثيل نقشونو ووې په زبان د حيرانۍ که هر شی دده په شان دی کله دی د چا په شان دی 03 ويښ شو زلفې يې کړې پورته دا بد شپه مقدر شوه د يار مسته غځونې د ازل سحر خندان دی 04 دکثرت له شور و شره غلط مه شه لار يوه ده جرسونه بې شمار دي يو مزل او يو کاروان دی 05 بند دتن سېلاب د مينې يووړو يو شو دواړه کښته د ټټر په ځيره ځکه څيرې څيرې گرېوان دی 06 هر يو ټوپ د غمژن زړه مې جوړ سلگی د تمنا وي زه چې مرم او نه رغېږم دغه عمر جاودان دی 07 د حمزه له اسوېلو نه د زړه داغه خفه مه شې چې پروا د ډيوې نه کړي، عاشقي هغه طوفان دی د قاموس مانا × اصلي کلمه