غزل

يو يو داغ په ټټر ايښی د هر چا دی

Rahman Baba

يو يو داغ په ټټر ايښی د هر چا دی

که بادشاه د ولايت دی که گدا دی

سېرابي په سرچشمه د دنيا نشته

تشنه لب يې گوښی گوښی په غوغا دی

لږ راحت په ډېر زحمت باندې مونده شي

ددې د هر خس حرام شه که ويړيا دی

د دنيا ښادي بې غمه مونده نه شي

لږ خيرات د شوم له کوره په بلا دی

فراغت پرې باندې ولې حرام نه وي

چې داخل په سراچه ددې دنيا دی

د مجنون د حال پوښتنه به څوک څه کا

جهان واړه کورا کور مجنون ليلا دی

عشق يوهسې رنگ افسون په عالم پو کړ

چې عاشق په تورو سترگو نابينا دی

و هر چا يې بخره ور کړه گوښې گوښې

خپل قسمت د هر سړي جدا جدا دی

ورکړه راپېروده ټول د بل په لاس دي

دلته دخل نه زما دی نه د ستا دی

په هر کار چې د صاحب د زړه رضا شي

په بنده که ناروا وي هم روا دی

خواه ناخواه که يې رضا وي که يې نه وي

د قسمت رسد رضا او نا رضا دی

ځان ايمان سپارلی بويه و هغه ته

چې يې حکم جاري شوی په هر چا دی

د هر چا په لاس چې حکم حاکم ور کا

جهان واړه د هغه په مدعا دی

چې مولا ور سره مل نه وي رحمانه!

که لښکرې ورسره وي يک تنها دی