شعر
زه به تا نه رڼا اخلم ته له مانه
Pir Mohammad Karwanیوه شپه به کړو په دوو شمعو روښانه
موږ چې دواړه ښکلو د یو بل سترګې
حال به نه وایې له ستوریو ډک اسمانه
لکه مړاوی ګل مې ورو، ورو زړه غوړیږي
داوبو په څېر دا څوک ده را روانه
دا جهان او هغه بل جهان یې خوار شي
څوک دې نه شي بې ایمانه بې جانان
دفرهاد او د مجنون کیسه زړه شوه *
نوې مینه رسېدلې تر کاروانه
*دور مجنون ګذشت . . . . دفارسي د یوبیت اثر